ایران له غږه چټک بالستیک توغندی جوړ کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۱ل)

د ایران د سپاه پاسدران انقلابي کارډ خبر ورکړی، چې پر دې توانېدلی چې له غږه چټک یا هایپرسونیک توغندی جوړ کړی.
هایپر سونیک توغندی د بالسټیک توغندیو ته ورته دی او د اټومی سرګولولو د انتقال توان لری.
له غږه چټک یا هایپرسونیک توغندی دا وړتیا لری،چې د غږ د سرعت پنځه برابره حرکت وکړي.

د ایران د انقلابی ځواکونو یا سپاه پاسدارن دا ادعا له هغه وروسته وکړه ،چې یوشمېر غربي هېوادونه کوښښ کوي ،دغه ډله د ترهګرو په لېست کې ور اضافه کړي.
د ایران د انقلابی ځواکونو د فضایی ساتنې قوماندان “امیرعلي حاجي زاده” د فرانسې خبری اژانس ته ویلي، چې ایران د غږ څخه چټک توغندی جوړ کړی،چې د توغندیو د دفاع په ټولو دفاعی طاقتونو کې د نفوذ وړتیا لری.

د نوموړي په خبره دا بالستیک توغندی غږ څخه چټک او د توغندیو د مخنیوی لپاره جوړ شوی دی.
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو دغه جنرال وویل: ((دا توغندی به وکولای شي، چې د توغندیو د ټولو هوایي دفاعي سیستمونو څخه په بربالۍ توګه تېر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button