د ډیموکراسۍ لنډه پېژندنه

فاروق قریشي

ـ د اسلامي نړۍ په اکثره اسلامي هېوادونو کې د اسلام پر ځای ډېموکراسي حاکمه ده .

ـ اکثره اسلامي هیوادونه د ډیموکراسۍ د نه حاکمیت په خاطر اشغال شول.

ـ په ملیونونو خلک د ډیموکراسۍ د حاکمیت د نه منلو په خاطر شهیدان ، زخمیان ، بندیان او د خپل وطن څخه وشړل شول.

ـ په افغانستان کې د تېر شل کالن خونړي انقلاب یوه مهمه موخه د ډیموکراسۍ حاکمیت وه .

ـ هر هغه څوک چې ډیموکراسي نه مني ټوله نړۍ په خلاف یې را پورته کېږي.

نو راځﺉ چې ډیموکراسۍ وپېژنوو چې دا بلا ده؟.

*د ډیموکراسۍ رامنځته کېدلو تاریخ:*

ډیموکراسي د غربیانو یو نوی دین دی،
چې د مسیحیت انحراف په نتیجه کې په فرانسه کې رامنځته شوه او بیا غربیانو د خپل قانون او نظام په حیث ومنله.

*ډیموکراسۍ په لغت کې:*
ولسواکۍ ، یا د ولس حاکمیت ته وایې.

*ډیموکراسي په اصطلاح کې* :

Governent of The people , by the people for the people.

ترجمه: ( *د خلکو حکومت، د خلکو لخوا، د خلکو لپاره* .)

تبصره : د ډیموکراسۍ اصطلاحي تعریف ټول په خلکو ور څرخي یعنې : د حکومت لپاره به ټول قوانین خلک جوړوي او بیا به دغه قوانین بېرته په خلکو تطبیق کېږي،
په یاد تعریف کې د الله ﷻ پیغامبر ﷺ ، وحي او دین یادونه نشته .

*د ډیموکراسۍ بنسټونه:*

*ډیموکراسي دو مهم بنسټونه لري* :

١- د ولس حاکمیت
٢- حقوق او ازادۍ

١- د ولس حاکمیت:

یعني اعلی حاکمیت د ولس حق دی ،
ولس به د نظام نوعیت انتخابوي برابره خبره ده که دغه نظام اسلامي وي یا غیر اسلامي.

ولس به د خپلو فیصلو لپاره په خپله قانون جوړوي برابره خبره ده چې دغه قانون د الله ﷻ کتاب او رسول ﷺ احادیثو سره مطابق وي یا مخالف .

ـ قانون جوړونې لپاره به اکثریت معیار ګڼل کېږي برابره خبره ده چې دغه اکثریت حق وي که باطل ، علماء وي که جهلاء ، عقلاء وي که حمقاء ، مجربین وي که مخربین ، مصلحین وي که مفسدین بس اکثریت معتبر دی ولو که هر څوک وي .
خو الله ﷻ په قرآن کریم کې د اکثریت په داسې فرمایې :
(( *وَلکن أَکثَر الناس لا یَعلمُونَ* ))

ترجمه : مګر اکثره خلک نه پوهېږي .

یعنې همیشه پوه او زیرک خلک کم وي .

*خلاصه* : ډیموکراسي اکثریت ته د اٌلوهیت حیثیت ورکوي ،یعنې اکثریت چې هر څه غواړي هغه به عملي کېږي او دا ښکاره کفر دی .

*دویم بنسټ حقوق او ازادۍ:*

*يادونه* : لاندې ذکر شوي حقوق او ازادۍ د ډیموکراسۍ ثمرې حیثیت لري، کچېرې دغه حقوق او ازادۍ په کوم نظام کې نوي موجود هغه نظام ډیموکراټ نه بلل کېږي .

١- *د دین او عقیدې ازادي* :

په ډیموکراسۍ کې هر څوک د دين په انتخاب کې مطلق ازاد دی، هر دین چې د خپل ځان لپاره غوره کوي غوره کولای شي .

مګر الله ﷻ وایې : (( *مَن یَبتَغ غَیرَ الاِسلامِ دِینًا فَلن یَقبَلَ مَنه وَهوَ فِی الآخِرَةِ مِنَ الخَاسِرِینَ* ))
سورة آل عمران : ٨٥

ترجمه:( هر څوک چې پرته له اسلام بل دین و لټوي هېڅکله به ترېنه ونه منل شي، او یاد کس به په آخرت کې له تاوانیانو څخه وي.)

یعنې په اسلام کې یو مسلمان نشي کولای چې اسلام پرېږي او یو بل دین ځان لپاره غوره کړي ، که بالفرض یې دا کار وکړو هغه کس ملحد بلل کېږي ، ملحد ته علماء درې ورځې وخت ټاکلی، که یې توبه وکړه او بېرته یې اسلام قبول کړو ښه ده او کنه یاد کس به وژل کېږي .
رسول ﷺ فرمايې : *مَن بدل دینه فقتله .* الحدیث

ترجمه : چاچې خپل دین ( اسلام ) نه وګرځېدلو هغه ووژنﺉ .
په لنډه توګه ویلای شو چې د عقیدې ازادي په اسلام سپېڅلي دین کې وجود نلري .

٢- *د نظر اظهار ازادي* :

په ډیموکراسۍکې هر څوک کولای شي چې د خپل نظر په ازاده توګه اظهار وکړي، اګر که نظر یې د الهي وحې ، شرعي احکامو اودیني مقدساتو په توهین او استهزاء ولاړ وي .

خو اسلام د نظر او رایې ورکولو مخالف نه دی بلکې د ګمراه کوونکي نظر مخالف دی .
هغه رایه چې د حق بیانولو لپاره وي هغه ته اسلام عبادت ویلی لکه څنګه چۍ ابو سعید الخٌدري رضي الله عنه د سول ﷺ نه روایت کوي چې هغه ﷺ و فرمایل:(اِن مِن أعظَم الجِهَادِ کَلِمَة عَدلٍ عِندَ سلطَانٍ جَاﺉِرٍ.)

ترجمه : ( بې له شکه د ظالم پادشاه په مخکې حق وینا کول د لوی جهاد څخه شمېرل کېږي .)

او که څوک د حق وینا کولو له امله ووژل شي، نو هغه په اسلام کې له غوره شهیدانو شمېرل کېږي ، لکه څنګه چې رسول ﷺ وسلم فرمایې: ( خیر الشهداء حمزة بن عبد المطلب ، و رجل قام الی رجل فأمره و نهاه في ذات الله فقتله علی ذلک.) المستدرک للحاکم.

ترجمه : په شهیدانو کې غوره شهید حمزه بن د عبد المطلب دی ، او هر هغه سړی
چې د الله ﷻ رضا په خاطر یو چاته په نیکﺉ امر وکړﺉ او له بدﺉ څخه یې منع کړي بیا یاد کس په دغه کار ووژل شي .
نو معلومه شوه چې د اسلام مقدس دین د حق رایې او نظر مخالف ندی په دې شرط چې دغه نظر به د اسلام مقدس دین له حدود نه وتلی نوي.

٣- *شخصي ازادي* :
ډیموکراسۍ کې یو سړی د خپل ذات اړوند پرته له کوم بند او قید څخه مطلق ازاد دی چې څه په خپل ځان کوي کولای شي ولو که خپله څهره د سپي ، خنځیر او نورو حیواناتو په څېر جوړه کړي .

ـ خو د ډیموکراسۍ شخصي ازادۍ د (امر بالمعروف و نهي عن المنکر) عظیمې وجیبې سره ټکر لري یعنې دواړه سره نشي یوځای کېدلای ځکه متضادین دي.

شخصي ازادي نه یواځې اسلام بلکې سلیم عقل او فطرت یې هم ددغه سې ازادۍ مخالفت کوی، نو ځکه ډیموکراسې ددغه نوع ازادۍ په لرلو سره ښکاره کفر ګڼل کېږي.

*یادونه* : شخصي ازادي د ډیموکراسۍ زړه حیثیت لري او په کوم بدن کې چې زړه نوي هغه روغ نشي پاتې کېدلای نو هر هغه ډیموکراټ نظام چې شخصي ازادۍ ته قاﺉل نوي هغه پوره ډیموکراټ نظام نه بلل کېږي .

٤- *د مسکن ازادي* :
ډیموکراسي وایې هر څوک په هر ځاي کې د اوسېدنې حق لري .

خو اسلام کفارو ته په جزیرة العرب کې د اوسېدلو حق نه ورکوي ځکه رسول الله ﷺ فرمایې :
( اخرِجوا المشرِکِینَ وَ فِي رِوَایَةٍ اَلیَهودَ وَ النَصَارَی مِن جَزِیرَةِ العَرَبِ. )
ترجمه: ( مشرکین د جزیرة العرب نه وباسﺉ یا بل روایت کې راځي یهود او نصاری د جزیرة العرب نه وباسﺉ) .
لکه څنکه چې عمر خطاب رضي الله عنه یهود اونصاری د جزیرة العرب نه وېستلي وه.

٥- *د ملکیت حق* :

هر څوک کولای شي چې دهرې لارې نه مال وګټي او په هر څه کې یې مصرف کولای شي .

خو اسلام یو متوازن اقتصادي نظام لري نه د کپیټاليزم ( پانګه وال نظام ) په شان ټوله سرمایه د څو محدودو خلکو په منځ کې منحصره کوي او نه د کمونيزم پشان خلک د شخصي ملکیت نه محروموي ، اسلام هر فرد ته د سرمایه دارۍ حق ورکوي ، د بډایه خلکو په سرمایه کې د غریبو خلکو حق تثبیت کوي .
یو څوک نشي کولای چې خپل سرمایه د حرامي مرجع څخه پیدا کړي او په یو حرام شي یې مصرف کړي، بلکې د حلالې مرجع څخه به یې پیدا کوي او په حلاله شي به یې مصرف کوي .

۶- *د کار حق* :
په ډیموکراسۍ کې هر ډول کار کولو حق هر چاته حاصل دی .
خو په اسلام کې یو کس یواځې د روا او حلال کار کولو حق لري.

٧ *- د زده کړې حق* :

په ډیموکراسۍ کې د هر فن او علم زده کړې حق هر چاته ته حاصل دی .

خو په اسلام کې هيڅ څوک د هغه علوم او فنون نشي زده کولای چې اسلام مقدس دین یې زده کړه حرام کړې لکه : سحر( جادو ) ، علم نجومیت وغیره….

*نـتــــــــــــیـجـه* :

*ډیموکراسي یو کفري شیطاني دین دی* ، *چې د انسان ټول ژوند یې احتواء کړی* ، *ډیموکراسي په حقیقت کې د بشریت لپاره د هر ډول نظام او قانون جوړونې حق د الله ﷻ څخه اخلي او هغه عظیم ذات نعوذ بالله بې واکه کوي.*
*نو هر چا چې ډیموکراسي عقیدتا منلې وي هغه کافر دي او هر نظام* *چې د ډيموکراسۍ په اساس جوړ شوی وي هغه کفري نظام دی.*
.
*پـــــــای*

مربوطه مطالب

Back to top button