عباس ستانکزی: زده کړې د ملت حق دی د ښوونځیو دروازې باید پرانېستل شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال “شېرمحمد عباس ستانکزي” د کابل لپاره د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې یو ځل بیا هېواد کې ټولو ته په مساوي توګه د زده‌کړو زمینې پر برابرولو ټينګار کړی.

ښاغلي ستانکزي په یاده غونډه کې وویل، زده‌کړې د ملت حق دی او د ښوونځیو دروازې باید پرانېستل شي.
نوموړي د تېر په څېر یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې هېوادونه په علم پرمختګ کوي او اړتیا ده چې هېواد کې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز دې غونډه کې ټينګار وکړ چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي، څو هېواد له روانو ستونزو او ناخوالو راووځي.

نوموړي د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت پر مسوولانو هم غږ وکړ چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او په خبره یې، ولس سره دې نږدې پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button