کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ جدي، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، هند په يوه تازه اعلان کې ويل چې غواړي د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خپلو ۵۰۰ نیمګړو پروژو چارې بشپړې کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې پروژو د چارو بیا پیل لپاره بېلابېلې طرحې تر کار لاندې دي.
د اقتصاد وزارت تخینکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي؛ هېواد کې د پراختیايي پروژو بیا پیل به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لامل وګرځي او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په برخه کې به مهم رول ولوبولی شي.
په یادو پروژو کې د ښوونځيو، روغتونونو، کلینیکونو، لیلیو، محلي انسټیټیونو، استنادي دېوالونو، سړکونو، د اوبو رسولو شبکې، د ورزشي میدانونو او تفریحي پارکونو جوړول شامل دي.


















