نیپال: د الوتکې لوېدو پېښه تر اوسه د ۴۰ کسانو وژل کېدل تایید شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵مرغومي، ۱۴۰۱ل)

په نيپال کې د يوې الوتکې لوېدو پېښه کې تر دې دمه د ۴۰ کسانو وژنه تایید شوې ده.

د نیپال د هوايي چلند ادارې ويلي، په يادې الوتکې کې ۷۲ تنه سپاره و، چې د یوه سیند په غاړه لوېدلې او اور یې اخیستی او همدې چارې هم د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي دي.

يادې ادارې ويلي، چې د نورو مسافرو د مرګ او ژوند حال هم نه دی معلوم او ممکن د وژل شويو کسانو تعداد زيات شي.

د یتي هوايي شرکت چې دا دوه ماشینه الوتکه ورپورې اړوند وه ویلي چې الوتکه په محلي وخت لس نیمو بجو د نیپال له مرکز کتمندو والوته، خو مقصد ته چې د نیپال لوېدیځ ښار پوخارا وو تر رسېدو پنځه دقیقې مخکې ولوېده.

مربوطه مطالب

Back to top button