کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د امریکا پخواني ولسمشر “ډونلډ ټرمپ” چې د امریکا د ۲۰۲۴م کال ولسمشریزو ټاکنو ته خپل کمپاینونه پیلوي، په یوه ټاکنیزه وینا کې یې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکا نوې او پرمختللې وسلې لکه د شپې لید کیمرې د طالبانو لاسونو ته ورغلي، چې دوی کې یې د شپې د جګړې توان پیدا کړی دی.
ښاغلي ټرمپ چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یې د راتلونکو ټاکنو لپاره د کاندیدېدو پرېکړه کړې وه، د شنبې په ورځ یې په خپله وینا کې ومنله چې “طالبان” ښه جنګیالي دي؛خو هېڅکله یې د شپې له خوا د جګړې توان نه درلود خو اوس یې لري، ځکه چې دوی دا ډول پر مختللي دوربینونه نه درلودل. د شپې لید کیمرې موږ په زرګونو لرلې چې له موږ ورته پاتې شوې دي چې اوس یې دوی ” طالبانو” ته شپه کې د جګړې کولو صلاحیت ورکړ.
ښاغلي ټرمپ په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې کله افغانانو په ۱۹۸۰م لسیزه کې له روسانو سره جګړه کوله، «موږ هغوی ته وسلې ورکولې ترڅو شوروي ځواکونو سره پرې جګړه وکړي.
د ویلو ده چې د امریکا د دفاع وزارت د ارزونې له مخې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د شاوخوا اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت پرمختللې وسلې او نور ډول ډول پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
















