د سټنډرډ ملي ادارې ۲۴ ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د سټنډرډ ملي اداره وايي، چې ددغه ادارې لخوا په اسلام قلعه بندر کې ۲۴ ټانکره بې کیفیته تیل ( ډیزل) ایران هېواد ته بېرته مسترد کړي دي.
يادې ادارې په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې هرات ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت د لابراټواري ټیسټ وروسته ۲۴ ټانکره تیل، چې د دې ادارې د سټنډرډونو خلاف وو او پایله یې منفي وه، ایران هیواد ته بيرته وګرځول شول.
د يادونې وړ ده ، چې پنځه ورځې وړاندې هم د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په اسلام قلعه بندر کې ۵ ټانکره بې کیفیته تیل ( ډیزل) ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل شوي و.
بايد وويل شي، له دې څخه مخکې ستڼډرډ ملي ادارې په کراتو بې کیفیته تیل د هېواد په بندرونو کې مسترد کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button