امنيتي ځواکونو د مخدره موادو يوه کارخانه له منځه وړې او ۹ تنه نور يې د مخدره موادو د پلور او قاچاق په جرم نيولي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې ، امنيتي ځواکونو د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مخدره موادو يوه کارخانه تر کشف وروسته له منځه وړې ده.

دغه راز ځايي مسؤلينو رسنيو ته ويلي، چې د غور پوليسو د دغه ولايت په شهرک ولسوالۍ کې له مخدره موادو يو ډک موټر نيولی چې په تړاو يې ۶ تنه نيول شوي دي.

په عين حال کې د بغلان د پوليسو وياند مولوي شير احمد برهاني وايي، پوليسو په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې يې ۳ تنه د مخدره موادو د پلور په جرم نيولي دي.

افغان حکومت په هېواد کې د کوکنارو، چرسو او نورو مخدراتو پر کروندې، اخيستلو او خرڅولو هم کلک بنديزونه لګولي دي.

د يادونې ده، چې د اسلامي امارت حکومت په وروستيو کې د کابل ښار په شمول له بېلابېلو ښارونو زرګونه تنه معتادين د تداوۍ لپاره راټول کړي او همدارنګه د پنجشنبې په ورځ يې د معتادينو درملنې يو پنځه زره بستريز روغتون هم پرانيست.

مربوطه مطالب

Back to top button