روسي ځواکونو د “نیکولایفکا” سراتيژیک ښار کنټرول ترلاسه کړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
له اوکراین وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي، چې روسي ځواکونو د “واګنر” ملیشو په مرسته په دونیتسک ایالت کې د نیکولایفکا ستراتيژیک ښار ګوټی نیولی دی.
نیکولایفکا چې د سولیدار شمال ته په څو کیلومترۍ کې موقعیت لري. تر خونړۍ جګړې وروسته تیره شپه د روسي ځواکونو لاسونو ته لویدلی چې په پایله کې یې سلګونه اوکرایني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پاتې په خورا بد حالت کې دي له سیمې تښتیدلي دي.
د روسیې دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ښار تر نیولو وروسته یې د “سویل” په نوم ریل سټیشن هم په بشپړ ډول نیولی او په خبره یې تر دې وروسته به اوکرایني ځواکونو ته له یادې ریل پټلۍ خوراکي مواد، وسلې او نور پوځي تجهیزات نه راځي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې روسي ځواکونو د نیکولایفکا په لویدیځ کې د ساکو او ونزیتي کلي هم نیولي وو.
د ویلو ده چې د اوکراین د دونیتسک ایالت دغه خورا مهم ستراتیژیک ښار تر نیولو وروسته اوس روسي ځواکونه کولای شي چې په ډیره اساني سره سره اوکرایني ځواکونو باندې فشار راولي او دفاعي کرښې یې ماتې کړي. د یاد ښار تر سقوط وروسته یوه اوکرایني جنرال سپوتنیک خبري آژانس ته ویلي، چې له تېرو دريو ورځو راهیسې په یادو سیمو کې د اوکرایني پوځیانو حالت مخ پر خرابیدو دی او هره ورځ یې د روسیې په بریدونو کې سلګونه سرتیري ژوند له لاسه ورکوي.



