کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطيع الحق «خالص» ويلي، چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا لس ميليونه وګړي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري، چې لازمه ده نړيواله ټولنه او بشري ادارې يې په اړه لازم اقدام وکړي؛ ترڅو د يوه بشري ناورين مخه نيول شوې وي.
نوموړي په يوه لنډ خپور کړي ويډيو کليپ کې ويلي، چې د ژمي له پيله تر دم ګړۍ د سالنګ د لويې لارې په ګډون ځينې لويې لارې د واورې ورښت له امله بندې شوي، خو بيرته پرانيستل شوي دي، خو لا هم په باميان، دايکندي، پنجشير، غور او سرپل، بدخشان او نورستان ولايتونو او يا ځينو ولسواليو ته تلونکې لارې د واورو له امله بندې دي.
ښاغلي خالص زياته کړې، د هېواد وګړي د ژمي د سړې څپې له امله ژمنيو او خوراکي توکو ته ستره اړتيا لري او ترڅنګ يې روغتيايي توکو ته هم اړتيا ډېره شوې ده په وينا يې:« سرې مياشتې ثابت او فرعي روغتيايي کلينيکونه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي».
نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان ته بشري مرستې زياتې کړي او دغه راز افغانستان ته د نغدي مرستو پر انتقال لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.
د سرې مياشتې عمومي رئیس ويلي، بشري مرستې په سياست پورې تړل لوی ظلم او جفا ده او نړيواله ټولنه بايد د دې ظلم مخه ونيسي.


















