کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د Tg1 خبري شبکې په نوم یوې ایټالوۍ رسنۍ په یوه تحقیقاتي راپور کې ویلي چې قطر د افغانستان تښتیدلي ولسمشر “ډاکټر اشرف غني” ته ۱۰۹ میلیونه ډالر ورکړي وو څو وتښتي او واک پریږدي.
د یادې رسنۍ په راپور کې هغه مکتوب هم نشر شوی چې اشرف غني ته د قطر د امیر لخوا له ۱۰۹ میلیونو ډالرو ډیرې پیسې ورکړل شوي او دا مکتوب بیا د افغانستان بانک د پخواني رئیس “اجمل احمدي” لخوا امضا شوی دی.
که څه هم تر اوسه ډاکټر غني ته نیږدې سرچینو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې هم په د افغانستان تښتیدلی ولسمشر ډاکټر اشرف غني د امریکا د سنا جرګې ځینو غړو تورن کړی و چې له افغانستان څخه یې د تېښتې پر مهال په میلیونونو ډالر له ځانه سره وړي دي.

















