د افغانستان د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د بنګله دېش نولس کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلو د درې اړخیزه سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان بنګله دېش ته د ١٥٨ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د ابوظبۍ په ټولرېنس اوول کې ترسره شوه، بنګله دېش د لوبې پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د سهیل خان د سلیزې او سلیمان عربزي د نیمه سلیزې پر مټ په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کېد ۶ لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته د ۲۷۱ منډو هدف کېښود.

د لوبې په دویم اېننېګز کې د بنګله دېش تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې توپوهنه پیل کړه خو د افغانستان د توپ اچوونکو پر وړاندې پاتې راغلل او يوازې په ٢٦ اورونو کې یې ١١٣ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې وکولی شول چې دا لوبه د ١٥٨ منډو په توپیر وګټي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش د نولس کلنو کم عمره لوبډلو دا درې اړخیزه لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب په ابوظبۍ کې ترسره کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button