کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۱ل)
پرون د دوشنبې په ورځ په قطر کې د نړۍوال امنیت پنځمه غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر په مشرۍ پېل شوه. د قطر د نړۍوال امنیت د څېړنو نړۍوالې اکاډمۍ په خپله رسمي پاڼه کې ویلي چې دغه غونډه به درې ورځې دوام ومومي او پر درېیمه ورځ یې د افغانسان د بدلونونو او د امنیت، حکومتولۍ او بشري حقونو په برخو کې د هېواد د لرلید په تړاو خبرې وشي. د دې غونډې په اجنډا کې ویل شوي چې له افغانستان څخه د امریکا او نړیوالو ځواکونو له وتلو او د اسلامي امارت له لوري د واک تر خپلولو وروسته لوی بدلونونه تجربه کړي دي. د دغو بدلونونو په پایله کې د دغه هېواد د شاوخوا نیم نفوس لپاره د زدهکړو او کار فرصتونه خورا کم شوي. که څه هم په دې غونډه کې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان حکومت استازي حضور نه لري؛ خو په غیر رسمي ډول پکې د تېر جمهوري نظام ځينو چارواکو او د پارلمان غړو په کې ګډون کړی دی.