کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه غواړي، چې د ۱۴۴۴ کال د رمضان المبارک د میاشتې په ۲۱ نېټه نن د چهارشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۵) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي او
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي زياتوي د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

















