پاکستان کې د ډبرو سکرو د يوه کان پر سر نښتې کې ۱۶ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ ثور، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتې له امله ۱۶ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پرون دوشنبه د غویي ۲۵مه په «دره ادم خېلو» کې د دوو قومونو ترمنځ کې د د ډبرو سکرو د يوه کان پر سر د نښتې له امله ۱۶ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې دا نښته د سني خېل او زرغون خېل قومونو ترمنځ رامنځته شوې او د پاکستان جیو نیوز تلوېزیون په حواله پولیسو او امنیتي ځواکونو له پېښې وروسته سیمه کې حالت بېرته کنټرول کړی.

د پوليسو وياند «فضل نعيم» پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه وسله‌واله نښته د ډبرو سکرو د يوه کان پر سر رامنځته شوې

د ملکيت پر سر د دواړو قومونو ترمنځ له اوږدې مودې راهيسې شخړه روانه وه او کله چې پرون د دې لانجې د هواري لپاره سره راټول شول نو نښته وشوه.

د فضل نعیم په وینا، د دې نښتې په پایله کې ۱۶ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button