د تونس د اسلامپاله “النهضه” ګوند مشر په یو کال بند محکوم شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ ثور، ۱۴۰۲ل)

د تونس هیواد د اسلامپاله “النهضه” ګوند مشر او د دغه هیواد د پارلمان پخوانی رئیس “راشد الغنوشي” “امنیتي ځواکونو ته د سپکاوي” په تور په یو کال بند محکوم شوی دی.

د تونس د سترې محکمې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې “غنوشي” امنیتي ځواکونه “د طاغوت عسکر” بللي وو چې له امله یې په همدې قضیه کې محاکمه او په یو کال بند محکوم شو.

دغه راز نوموړي ته د اخوان المسلمین ګوند د ستاینې له امله محکمې په یوه بله قضیه کې د ۱۰۰۰ ډالرو نقدي‌ جریمې ورکولو سپارښتنه هم کړې ده. تونس او ځینو نورو عربي هیوادونو کې اخوان المسلمین ګوند د یو ترهګر سازمان په توګه پیژندل کېږي او ستاینه یې جرم ګڼل کېږي.

د ویلو ده چې راشد الغنوشي په تونس کې د ” النهضه” په نوم د یوې سیاسي اسلامپالې ډلې مشري کوي او په ۲۰۱۹م کال کې یې د دغه هیواد پارلماني ټاکنې وګټلې حکومت یې جوړ کړ؛ خو په ۲۰۲۰م کال کې د یوې پوځي کودتا په پایله یې حکومت نسکور او زرګونه ملاتړي او د ګوند مشران یې زنداني شول.

مربوطه مطالب

Back to top button