چهارشنبه, اپریل 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

هايپرسونيک توغندي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مې 19, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
31
ځلې شریک شوی
382
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

حميدالله بسيا
هر هغه وسيله چې په هايپرسونيک چټکتيا سره حرکت کوي په دې مانا ده چې د هغې سرعت د غږ له سرعت څخه په څو چنده چټک دی. د غږ سرعت د سمندر په سطحه ۱۲۲۵ کيلومتره په ساعت کې چټکتيا لري او په ۱۰۶۶۸ متره لوړوړالي باندې (يانې د مساپروړونکې الوتکې د خط سير په جګوالي باندې) ۱۰۶۷ کيلومتره په ساعت کې سرعت لري ، نو پر همدې اساس هره هايپرسونيک وسيله کم ازکم ۱،۶ کيلومتره څخه تر ۸ کيلومتره په ثانيه کې رفتار لري، او له دې رفتار څخه په ښکته رفتار توغول کېدونکي وسيلې د Subsonic په نامه يادېږي او د هايپرسونيک څخه په لوړ سرعت ويشتونکي توغندي د سوپر هآيپرسونيک super-hipper sonic په نامه يادېږي.
ټول بالسټيک د لویو وچو تېرېدونکي توغندي له غږ څخه چټک دي او حد اکثر سرعت یې ۲۴۱۴۰ کيلومتره په ساعت کې دی دا توغندي په نورو توغنديو سپرېږي او بيا فضا ته لېږل کېږي او بيا له فضا څخه دوباره د ځمکې اتومسفير ته داخلېږي او خپل موخه په نښه کوي.
ټول هغه وسايل چې له غږ څخه په تېز سرعت کې د حرکت توان لري په دريو عمومي کټګوريو ويشل کېږي او وروستی هغه له غږ څخه چټک توغندی چې وازمويل شو د روسيې لخوا په اوکراين وکارول شول چې د دوی په وينا د ځمکې د تل په ۱۰۰ متري کې یې د اوکرايني ، برتانوي او امريکايي متخصصينو يو ګروپ په نښه کړ او په ټولنيزو رسنيو کې په شته ويډيوګانو کې ښکاري چې د وسلو ستر ډيپوګان یې منځ یې يووړل او د اور اوږدې لمبې یې د اوکراین په ټول ښار کې ان تر څو کيلومترو پورې لوړې هوا ته پورته شوې.
بايد هايپرسونيک وسيله کم ازکم ۵ چنده له غږ څخه تېز سرعت ولري او په ساعت کې له ۶۱۲۶ کيلومترو تر ۱۲۲۵۱ کیلومترو پورې سرعت ولري له هغه اخوا تر ۳۶۲۶ کيلومتره په ساعت کې رفتار ولري super-hipper sonic نومول کېږي.
هايپرسونيک توغندي چې په خورا چټکي سره خپل هدف ته ځان رسوي او د بالسټيک توغنديو برخلاف يې مسير دقيق نه تشخيص کېږي او همدارنګه له خورا ټيکنالوجيکي پيچيلتياوو ډک دي او د رادار او هوايي دفاع په وسايلو نه کشف کېږي. يو له پېچلو سیستمونو څخه دی چې په نړۍ کې یې یوازې دری هېوادونه :امريکا، چين او روسيه لري خو داسې ويل کېږي چې هند، شمالي کوريا او جاپان هم د هايپرسونيک توغنديو د جوړونې په تکل کې دي.
هايپرسونيک توغندي چې لومړی ځل روسيې تېره اوونۍ د اوکراين په جګړو کې وکارول د Kh-47M2 Kinzhal په نامه يادېږي ،د اتومي سرګلولو د وړلو توان هم لري او تر ۲۰۰۰ کيلومترو پورې لرې ويشتل کېدای شي، ۱۰ برابره له غږ څخه چټک دي او له Tupolev Tu-22M الوتکو او Mikoyan MiG-31 او کښتيو څخه توغول کېږي يانې تر ټولو لوړ سرعت یې په ساعت کې تر ۱۲۲۳۱ کيلومتره ته هم رسېږي . نيم ټن وزن لري او په ۲۰۱۷ کې لومړی ځل جوړ شوي دي ،په دې توغنديو یې د دوی په وينا په اوکرآین کې د ځمکې په سل متري کې لاندې کې د ناټو او اوکرايني افسرانو هغه ځای په نښه کړ چې د جګړې پلانونه پکې نيول کېدل او دا چې دا توغندي د توغنديو د ضد پرمختللو سيستمونو لخوا هم نشي کشف کېدلای او له منځه وړل کېدلای نو ددي له امله هم مهم او ارزښتمن توغندي دي. په دې حمله کې د روسي رسنيو په قول د وسلو زېرمتونونه او د ناټو او اوکراين ۴۰ متخصصينو مړي د ځمکې سرته راوکښل شول او نور تر خاورو لاندې شول. په ځانګړي ډول روسيې دا پرمختللي توغندي د ناټو د دفاعي سيستم د له منځه وړلو لپاره جوړ کړي دي او ددې لپاره یې جوړ کړي دي چې له دفاعي سيستم څخه په اساني تېر او خپل هدف په نښه کړي.
دا حمله چې د خنجر په نامه نومول شوې وه په خپل ډول کې بې ساري حمله وه او لومړي ځل پکې هايپرسونيک توغندي وکارېدل.او له دې سره د اوکراين او روسيې په جګړه کې ګام پرګام د لوړو ټيکنالوجيکی او خطرناکو وسلو د استعمال ويره په نړۍ کې ډېره شوې ده ځکه له بل پلوه برتانيا او امريکا روسيې ته د لرې واټن ويشتونکي توغندي او مجهز سيستمونه ورکوي چې دا د جګړې په اور د تېلو د اچولو په معنی دی . او همدارنګه روسيه هم له خپل زور څخه ګام پرګام کار اخلي او د خپلو پرمختللو وسلو ډيپوګانو څخه په تدريج سره استفاده کوي ځکه هرڅومره چې حمله سختېږي د حملې ځواب هم هغومره سختېږي او په یقين سره چې دا د ټولې نړۍ د سولې لپاره ښه خبر نه دی او نړۍ د اوکراين په کړکېچ د لويديځ لخوا د بحران پرطرف روانه کړای شوې ده.

لوی ټکي: پرمختګتکنالوجيتوغندينړۍ
مخکینې مطلب

افغان حکومت د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د اقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله

بل مطلب

قليچدار اوغلو: که ټاکنو کې بریالی شم، ټول کډوال له هیواد څخه شړم

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د افغان ځواکونو ځوابي عملياتو کې ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • سرچینې:د ایران- امریکا دوهم پړاو مذاکرات هم اسلام اباد کې کیږي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د احصایې ادارې د سیسټمونو د عصري کېدو طرحه تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com