قليچدار اوغلو: که ټاکنو کې بریالی شم، ټول کډوال له هیواد څخه شړم

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ثور، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د اپوزيسیون نوماند کمال قليچدار اوغلو چې د ملتپالو د رايو په لاس راوړلو هڅه کوي، ويلي چې که د ولسمشر په توګه وټاکل شي نو ۱۰ ميليونه کډوال به اخراج کړي. قليچدار اوغلو د ټاکنو په دويم پړاو کې چې د روانې مې میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کيږي، د ترکیې د برحاله ولسمشر رجب طيب اردوغان سره سيالي کوي. نوموړي په خپله وينا کې پر حکومت د فشار اچولو په موخه ويلي دي چې که اردوغان بيا وټاکل شي نو ۱۰ ميليون نور مهاجر به ترکیې ته راولي.

مربوطه مطالب

Back to top button