افغان حکومت د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د اقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ثور، ۱۴۰۲ل)
د اسرائیلي اشغالګرو لخوا د مسجد اقصی د بې حرمتۍ په اړه د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه
راپورونه مو تر لاسه کړل چې په غیرقانوني توګه میشت اسرائيلیان د نظامي ځواکونو په حمایت یوځل بیا مسجد اقصی ته ننوتلي او بې حرمتي يې کړی ده.
د افغانستان اسلامي امارت د مقدسه اماکنو بي حرمتي په کلکو ټکو غندي اوهرڅه ژر د دې چارې د دریدو غوښتنه کوي.
پر بې دفاع خلكو او عبادت ځایونو تيری د انساني او نړیوالو اصولو خلاف کار دی، ورته کړنې په ډاګه کوي چې مظلوم او بې دفاع فلسطینی ولس د اسرائیلي اشغالګر رژیم تر ظلم لاندې شپې ورځې تېروي.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۹/۱۰/۱۴۴۴هـ ق
۲۹/۲/۱۴۰۲هـ ش ــ 2023/5/19 م



