کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د اسلامي امارت زعیم شیخ “هبة الله اخندزاده” د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ په خپاره کړي پیغام کې له نړۍ په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره په ښو او رغنده دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او بل چا ته به هم اجازه ورنکړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
په دغه پیغام کې اوسنی نظام د مجاهدینو او عامو افغانانو د ګډو قربانیو پایله بلل شوې د اسلامي امارت ټولو مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې وساتي.
نوموړي په ټولو افغانانو غږ کړی، چې له حکومت سره اوږه پر اوږه د خپل هېواد په ودانولو کې برخه واخلي.
د اسلامي امارت زعیم په خپل اختریز پیغام کې همدارنګه د خلکو او بیت المال د غصب شویو شتمنیو په بېرته راګرځولو هم ټینګار کړی او په دې برخه کې یې له ولس څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
نوموړي په اقتصادي برخه کې د لا پرمختګ او د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په موخه په ټولو پانګوالو او ملي سوداګرو غږ کړی، چې په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره د هېواد د پرمختګ او پراختیا په برخه کې خپل مکلفیتونه ادا کړي.
په دغه پیغام کې همدارنګه ویل شوي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼور رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په موخه لازم اقدامات ترسره شوي دي، ټول شرعي حقوق يې تأمین شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د ښځو د حقوقو په اړه د ۶ماده ییز فرمان په صدور سره د یوه آزاد او باعزته انسان په حیث د مېرمنو حیثیت اعاده شوی او د نکاح، میراث او نورو حقوقو د تأمین په برخه کې ټول ادارې د مېرمنو په مرسته مکلفې شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت مشر به خپل اختریز پیغام کې پر فلسطیني مسلمانانو د اسرایلي رژیم ظلمونه په کلکو ټکو غندلي او له نورو هېوادونو څخه يې غوښتنه کړې، چې د غاصبو اسرایلو په دغو جنایتونو سترګې پتې نه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشر د خپل اختریز پیغام په پای کې د سوډان هېواد له خلکو او حکومت څخه غوښتنه کړې، چې، خپل منځي اختلافات او جنګونه ترک کړي او د يووالي، امنيت او ورورګلوي لپاره په ګډه کار وکړي.
















