د سوریې په ادلب ښار د روسیې هوایي بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

له سوریې وروستي راپورونه وایي، چې د یاد هیواد په شمالي ادلب ولایت کې د روسیې په هوایي بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د سوریې حکومت ادعا کوي چې په هوایي برید کې حکومت مخالف وسله وال په نښه شوي؛ خو د تحریر الشام وسله والې ډلې د حکومت ادعا ته په غبرګون کې ویلي، چې د روسي جنګي الوتکو د څارویو هغه میله په نښه کړې ده چې خلکو پکې د راتلونکي لوی اختر لپاره څاروي اخیستل.

په ورته مهال د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې په لندن کې ده د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، چې د روسيې وروستي هوایي بریدونه د سوريې د حکومت په غوښتنه په هغه بازار شوي چې خلکو پکې د اختر لپاره سودا اخیستله.

د خبر پاڼې له مخې په یادو بریدونو کې ۴۹ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button