سوریه کې حکومت ضد وسله والو ته د روسیې خبرداری؛ له ولسي وګړو ځانونه لرې کړئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

له هغه وروسته چې تېره ورځ د سوریې په سُني میشتي “ادلب” ښار کې د روسیې جنګي الوتکو هغه مېله په نښه کړه چې خلکو پکې د لوی اختر د قربانۍ لپاره څاروي اخیستل او ګڼو ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته تازه د روسیې دفاع وزارت د سوریې د حکومت ضد وسله والو ته خبرداری ورکړی چې د دوی په خبره د ولسي خلکو په مینځ کې دې ځانونه نه پټوي ترڅو په راتلونکې کې ولسي وګړي ونه وژل شي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه لنډ پیغام کې یوځل بیا د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ ټینګار کړی او د تحریرالشام په ګډون یې حکومت ضد وسله والو ډلو باندې تور لګولی چې د مخامخ جګړې توان نلري او ځانونه د ولسي وګړو په مینځ کې پټوي او په خبره یې عام خلک د ډال په توګه کاروي.

په ورته مهال د سوریې د حکومت ضد وسله والو ډلو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په روسیې تور لګولی، چې په قصدي توګه ولسي وګړي په نښه کوي؛ ترڅو د دوی مبارزه تر سوال لاندې راولي.

د ویلو ده چې تېره ورځ د سوریې په ادلب ښار کې د روسیې په هوایي برید کې ۴۹ کسان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپیان شول ترکیې بیا په سوریه کې د روسیې وروستي عملیات غندلي او ټول وژنه یې بللې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button