کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د هند په شمال کې له پرلهپسې څو ورځني موسمي باران څخه وروسته سېلابونو لږترلږه ۲۹ کسان مړه کړي دي. د فرانسې خبري اژانس د چارواکو په حواله ويلي ،چې هيماچل پردېش ايالت له ټولو ډېر ځپل شوي او دغلته سېلابونو پلونه او سړکونه ويجاړ کړي دي. له دې ايالت څخه وروسته راجستان او اوتراپردېش سيمو کې هم سېلابونو خلکو ته د سر او مال زيان اړولي دي. ويل کېږي ،چې په هيماچل پردېش سيمه کې شاوخوا درې سوه کسان چې تر ډېره ګرځندويان دي يوه سيمه کې سېلاب ايسار کړي او دولت هڅه کوي چې د باران په درېدو د هغوی ژغورنې ته هيليکوپټرې ولېږي. د هند د هوا پېژندنی ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د نورو بارانونو وړاندوينه هم کړې ده.
















