د باجوړ چاودنه؛ د وژل‌شویو کسانو شمېر ۴۵ او د ټپیانو ۲۰۰ ته رسېدلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۲ل)

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د مولانا فضل الرحمن د پلویانو په غونډه کې د پرونۍ چاودنې له امله د وژل‌شویو شمېر ۴۴ ته رسېدلی او له ۶۰ ډېر ټپیان شوي دي.

 د راپورونو له مخې، دا چاودنه پرون د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوه غونډه کې شوې او دا یو ځانمرګی برید ښوول شوی دی.

رسنیو د چارواکو په حواله ویلي چې ښايي د وژل‌شویو شمېر تر دې هم زیات شي.

دې چاودنې په پاکستان کې او په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي او د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي لخوا هم غندل شوی دی.

په افغانستان کې د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم د باجوړ چاودنه یو تروریستي برید بللی او په کلکه یې غندلې ده.

د اسلامي امارت ویاند په چاودنه کې وژل‌شویو ته جنت او ټپیانو ته د روغتیا هیله کړې ده.

بلخوا لومړي وزیر شهباز شریف پر وژل‌شویو خواشیني ښوولې ‎او له کورنیو چارو وزارت او د خیبر پښتونخوا له موقت حکومت یې د پلټنو د پيل غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button