چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ماشومانو قاچاق

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 13, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
101
ځلې شریک شوی
1.3k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حميدالله بسيا

د ماشومانو قاچاق Trafficking of children چې يو ډول نوې او ماډرنه په اصطلاح د غلامۍ ډول دی چې پکې ماشومان د کورني کارونو، وسلوالو ډلو د جوړولو او جرمي فعاليتونو او حتی د په زوی ولي د نيولو لپاره کارول کېږي تر اوسه پورې د شمېرو له مخې شاوخوا ۸ ميليونه ماشومان په ګرده نړۍ کې د قاچاق په ډول ساتل کېږي او له هغو څخه په شکل د اشکالو استفاده کېږي په ټوله کې د انسانانو د قاچاق ۳۵ سلنه د ماشومانو قاچاق تشکيلوي. او دا کړۍ د نړۍ په ډېرو هېوادونو ان پرمختللو هېوادونو کې غځېدلې ده او ګڼ ورانکاري ګروپونه او ډلې په دې کې لاس لري چې په ځينو هېوادونو کې د حکومتونو د فاسدو چارواکو لاسونه هم پکې ښکېل دي .
دا ماشومان چې په سخت حالت کې ساتل کېږي که په تېښته له دې ډلو اوګروپونو بريالي هم شي بيا هم له جسمي او عاطفي اړخه سخت ځپل شوي وي او هغه وېره او بده استفاده چې له دوی څخه شوې وروسته ټولنې ته د دوی په ورجذبېدلو کې کار خورا سختوي.
د انسان قاچاق يو جنايت او د بشري حقونو څخه ډېره جدي سرغړونه ده او هر کال په زرګونو نارينه او زنانه او ماشومان په داخل د هېوادونو او له هېوادونو د باندې په ګرده نړۍ کې قاچاق کېږي.
يوازې په يوه کال کې د اروپايي اتحاديې په هېوادونو کې څه باندې ۱۴ زره ماشومانو د قاچاق دوسيې ثبت شوې وې، چې ۷۲ فيصده یې مېرمنې او جينکۍ وې او ماشومان ددې۲۲ فيصده نوره برخه وه او له نيمايي زيات یې د جنسي زور زياتي او جنسي کاروبار لپاره ساتل کېدل.
د ماشومانو د قاچاق مسئله يو ځل بيا د نړۍ په رسنيو کې هغه وخت ګرمه او توده شوه چې اوکراین په وار وار په مختلفو نړیوالو سازمانونو کې د روسیې له خوا له خپلو سیمو د ماشومانو د غیر قانوني ایستلو مسئله راپورته کړه.
په عین حال کې، لویدیځ مطبوعات لیکي چې د اوکراین اړخ په لویدیځه اروپا کې د سلګونو او حتی زرګونو ماشومانو د اصلي ورکیدو په اړه چوپه خوله دي، چې هلته د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمو څخه نیول شوي دي.
د پولنډ د بشري حقونو فعالې جوانا پاخویتسویچ چې د ماشومانو د حقونو په برخه کې کار کوي وايي: د ماشومانو يوه یتیم خانه چې ماریوپول ته څېرمه په یوه کلي کې وه او ۸۵ ماشومان پکې اوسېدل په اسپانيا کې د ماشومانو په قاچاقبرانو پلورل شوې ده.
همدارنګه د ځينو رسنيو د معلوماتو له مخې د اوکراین تر کنټرول لاندې د ډونباس سیمې څخه ۵۰۰ ماشومان د يوه ګروپ لخوا پولنډ او اسراییلو ته وړل شوي.
دا قاچاقبران له کوم ځای څخه راغلي، څنګه د ماشومانو د پالنې مرکزونو ته لاره کوي او څنګه له هغه څخه ماشومان باسي او ورک کوي يې؟ دا هغه بې ځوابه پوښتنې دي چې لا تر اوسه يې ځوابونه نه دي موندل شوي ډیری دا ماشومان والدین لري. مګر دوی نشي کولی د خپلو ماشومانو او دې ګروپونو پل او نښې ومومي. ځینې موراو پلار خپل ماشومان “لویف” یا “د اروپا د رخصتۍ کمپ” ته لیږلي، خو وروسته یې ماشومان تري تم کېږي او هيڅ اړيکه نشي ورسره نيولی.
په هالنډ کې ۱۷۰ اوکرایني تنکي ځوانان تر اوسه پورې ورک دي.
د یو بل اوکرایني یتیم خانې څخه د ۳۰ تر ۴۰ زده کونکي چې غوښتل د اسپانيا له مادرید څخه کانري ټاپو ته لاړ شي، په لاره کې ورک شول. پولیسو او هسپانوي چارواکو یو شمېر اوکرایني اتباع د شک په ډول ونيول چې ګويا کېدای شي هغه لاس پکې ولري خو وروسته هغه خوشي شوي دي.
۱۵۹ نور بې سرپرسته ماشومان د اوکراین له جنوب څخه ترکیې ته وړل شوي، او د بشري حقونو د سرچينو په حواله تر اوسه پورې د هغوی درک نه دی معلوم شوی.
د ترکیې انادولو خبري اژانس لیکي، چې دوی د انتالیا په یوه پټ هوټل کې ځای پر ځای شوي وو، د امنیتي دلایلو له امله د ماشومانو نور برخلیک لا تر اوسه معلوم شوی نه دی.
د اوکراین د ۴۳ ماشومانو یوه ډله په لیتوانیا کې ونیول شوه. دوی د ادعا له مخې نورو هیوادونو ته “د په زوی او لور نيولو لپاره کورنيو غوښتي وو” او د همدې لپاره ایستل شوي وو، مګر د دوی اسناد او معلومات چې وروسته د بشري حقونو د سيمه ييزو سازمانونو لخوا بررسي شول خورا شکمن وو.ان دا چې ماشومان ( د لیتوانیا کورنۍ او د ماشومانو د ملاتړ مرکز) تر پاملرنې لاندې لیږدول شوي وو. نو معلومه ده چې د دوی په برخلیک کې د دولت ځینې کړۍ او چارواکي هم لاس لري او دا قاچاق په لوړه کچه صورت نيسي.
دا ټولې پېښې په ځلونو ځلونو د غربي ورځپاڼو او خبري آژانسونو د سرټکي ګرځيدلي دي . خو د اوکراین دولت په دې اړه تر اوسه پورې بې تفاوته دی.
د ماشومانو د قاچاق قضیې ډېرې جدي او د نه پوهیدو وړ دي. ۱۷۰ ماشومان څنګه ورک شي؟ یتیم خانه څنګه او په چا پلورل کېږي؟ تر ټولو بد دا چې د اکثره ماشومانو څخه د وینې نمونې اخیستل کیږي، ځيګر او نور غړي یې معاینه کیږي. د سلګونو ماشومانو صحي اسناد په ماریوپول او خرسون کې د “خیريه” غربي موسسو په ودانيو کې موندل شوي دي.
ان که ځينې بې سرپرسته ماشومان په اروپا کې د ځينو کورنيو لخوا په (زوی ولي) هم نيول شوي وي خو بيا وروسته وروسته د ماشوم سره سختي کېږي او هغه ځورول کېږي او يایې داسې عادي کورنۍ ته ورکړي چې هغوی یې سمه پالنه او تغذيه نشي کولای.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

په هر حال د ماشومانو قاچاق مسئله يوازې د وروسته پاتې هېوادونو او غريبو هېوادونو نه ده، دا مسئله په پرمختللو هېوادونو اروپا او امريکا کې په ځنځيري شکل په شدت سره روانه ده او وروسته له کرونا ناروغي تر بل هر وخت ډېره شوې ده، د بشري حقونو سازمانونه هڅه کوي چې د چارواکو او پټو سرچينو په مرسته ددې ګروپونو او ډلو رېښو ته ځانونه ورسوي خو په ځينو مواردو کې د هېوادونو د چارواکو او د قضيو د مغلق کېدلو او يا هم د چارواکو لخوا د معلوماتو د نه شريک کولو له امله نشي کولای چې مطلوبې پايلې ترلاسه کړي او یا هم د قضيو اصلي جرړه پيدا کړي.

مخکینې مطلب

د فرانسې او برېتانیا ترمنځ سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۶ افغانان مړه شوي

بل مطلب

سوریه کې د اسرائیلو په هوایي او د داعش په ځمکنیو عملیاتو کې ۲۰۰ پوځیان وژل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com