کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې، د فرانسې او برېتانیا ترمنځ سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۶ تنه افغانان مړه شوي دي.
راپور زياتوي ، يادې کښتۍ کې ۶۵ سپرلۍ لرلې چې د برتانیا په چینل یا مانژ سمندرګې کې ډوبه شوې کې ځينې کسان لا هم لادرکه دي او چارواکي وايي د لټون عملیات يې روان دي.
د بریتانوي او فرانسوي چارواکو ويلي، په کښتۍ کې تر يوڅو سوډانيانو پرته نور ټول افغانان و، چې په وينا يې د کښتۍ ۴۹ تنه سورلۍ ژغورل شوي دي.
پرون ماسپښین چارواکو تر لسو کسانو د تري تم کېدو خبر ورکړی و، خو د فرانسې د ساحلي چارو ادارې وروسته وویل چې یوازې دوه کسان لادرکه دي.
د پلټنې په دې عملیاتو کې د فرانسې دریو کښتیو، یوه هیلیکوپټر او یوې الوتکې او د برېتانیا دوو کشتیو برخه درلوده.

















