کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۲ل)
د سوریې رسمي خبري آژانس “سنا” خبر ورکړی، چې د پلازمینې دمشق څخه ۴۰ کلیومټره لرې د پوځ پر یوې قرارګاه د داعش ترهګرې ډلې برید کړی، چې وروسته یې مرستې ته د اسرائيلي اشغالګرو جنګي الوتکې راغلي او په جګړه او هوایي بریدونو کې ۲۰۰ سوریایي پوځيان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د سوریې د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ هم پېښه تاییدوي او په خبره یې برید د شپې په تیاره کې داسې مهال شوی چې ډیری پوځیانو ویده وو.
د اعش ترهګرۍ ډلې پر خپل وېب سایټ “الاعماق” د یوې اعلامیې په خپرولو سره د برید مسؤلیت منلی؛ خو دا یې رد کړې ده چې اسرائیلي اشغالګرو د هوا له لارې ورسره مرسته کړې ده.
په ورته مهال ایراني او ترکي استخبارات تاییدوي چې داعش ترهګرې ډلې سره په دې خونړي برید کې صهیونیستي نیواکګرو مرسته کړې ده.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې اسرائیل مخامخ داعش ترهګرو سره په عملیاتو کې برخه اخلي؛ خو تر دې وړاندې هم د سوریې حکومت اسرائیل باندې تور لګولی و، چې داعشي ترهګر په خپله خاوره کې روزي او بیا یې سوریې ته د ترهګریزو عملیاتو لپاره رالیږي.