پاکستاني رسنۍ: د د يني عالمانو يو پلاوی یې کابل ته تللی
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۲ل)
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د یاد هیواد د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته تللی دی؛ دا پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره تېره ورځ کابل ته تللی او سبا ورځ به هم په کابل کي وي.
د پلاوي مشر محمد طیب قریشي ویلي؛ د پلاوي د سفر موخه د پاکستان او د اسلامي مارت د چارواکو تر منځ ناندریو ته د پای ټکی ایښودل دي.
کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو سفر په داسې حال کي دی؛ چي په دې وروستیو کي پاکستاني چارواکو پر افغان حکومت نیوکه کړې؛ چي تحریک طالبان پاکستان ته يې په افغانستان کي خویندي ځایونه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني چارواکو په تازه څرګندونو کي د پاکستان د پوځ مشر “جنرال عاصم منیر” تېره ورځ ویلي؛ پاکستاني طالبان دې د افغانستان خاروه د پاکستان پر ضد نه کاروي؛ خو اسلامي امارت بیا د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد او له حقیقت څخه لرې بللی دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان حکومت تر دې دمه کابل ته د یاد پلاوی د راتګ په تړاو څه نه دي ویلي.


















