مجاهد: ملګرو ملتونو کې ځينې څانګې د واقعیتونو پر ځای د منفي ټکو په لټه کې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۲ل)

‏‎د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر “یوناما” د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې”
په افغانستان کې د م م د نماینده ګي ځينې څانګې د واقعیتونو پر ځای د منفي ټکو په لټه کې دي. مجاهد زیاته کړې د ( یوناما )وروستی راپور، چې ګني د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا د پخوانۍ ادارې ۸۰۰ پورې کسان وژلی شوې او ځورول شوي حقیقت نلري.

د اسلامي امارت له لوري عمومي عفو په ټولیزه توګه عملي ده.
البته د انتقام اخیستلو ځینې شخصي او نامعلوم موارد د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا په جدي ډول څیړل شوي چې شمیر یې محدود دی.

متأسفانه د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي.

‏او مثبت پرمختګونه وویني، تل د منفي ټکو په لټه کې دي او د پروپاګند هڅه کوي، چې په دې سره تر هر څه لومړی خپله د دوی اعتبار ته زیان رسیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button