د حماس سخت مقاومت صهیونیستي اشغالګر د غزې له شمالي سیمو شا تګ ته اړ کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو سخت مقاومت صهیونیستي اشغالګر د غزې له شمالي سیمو شا تګ ته اړ کړي دي.

اسراییلي رسنیو هم خبر ورکړی، چې په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو د عمومي قوماندان په ګډون یې په تېر ۴۸ ساعتونو کې د غزې تړانګې په شمال کې ۲۷ پوځیان وژل شوي او له ځینو سیمو یې شاتګ کړی دی.

القسام او نورو فلسطیني ډلو داسې ویډیوګانې خپرې کړي، چې پکې د اسراییلو وژل شوي سرتېري لیدل کېږي چې مړي یې د غزې په سړکونو پراته دي او د ګڼ شمېر هغو ټانکونو او نورو ډول ډول پوځي وسایطو یې هم ویډیوګانې او انځورونه هم خپاره کړي، چې د اسراییلي ځواکونو تر تیښتې وروسته د فلسطیني مقاومتي ډلو لاسونو ته ورغلي دي.

د لبنان د حزب الله اسلامي غورځنګ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه داسې ویډیوګانې په خپل تلویزیوني چینل “المنار” خپرې کړي دي، چې د لبنان- اسراییلو پر پوله د اسراییلي/ صهیونیست سازمان د پوځیانو اډې، ټانکونه او اکمالاتي موټرو باندې د بریدونو صحنې پکې ښودل شوي دي.

په ورته مهال د یمن د حوثیانو د مقاومتي غورځنګ ویاند خبر ورکړی، چې نیول شوې اسراییلي کیښتۍ، عمله او پکې بار مالونه یې خوندي سیمو ته رسولي دي. د انصارالله د ویاند په خبره په نیول شوې کیښتۍ کې یې د شپیتو میلیونو په اندازه مالونه غنیمت کړي، چې په غزه کې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته به یې فلسطیني ولس ته ډالۍ کړي. دغه راز د حوثیانو ویاند خبرداری ورکړی، چې سمندري ځواکونه یې لا هم هڅه کوي چې په سره سمندرګي کې نورې اسراییلي او امریکایي بیړۍ هم په نښه او ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button