د یمن حوثي وسلوالو یوه اسراییلي بیړۍ تښتولې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۲ل)

د یمني حوثيانو مقاومتي څانګې “انصارالله” په سره سمندرګي کې د اسراییلو یوه سوداګریزه بیړۍ تښتولې ده.

د اسراييلي رسنیو د خبر له مخې، دغه بیړۍ له ترکيې څخه هند ته روانه وه چې پکې 52 تنه سپاره وو او د اسراييلي “ټيکون” شرکت سره یې تړاو درلود. په لاره کې د حوثیانو د سمندري ځواکونو له کمین سره مخ او تښتول شوې ده

د ویلو ده چې د یمن د حوثيانو مقاومتي غورځنګ تېره شپه ګواښ کړی و چې د اسراییلو بیرغ لرونکي هره کښتۍ به په نښه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button