د پاکستان ټاکنې؛ خیبر پښتونخوا کې تحریک انصاف ګوند ټاکنې ګټلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۰، سلواغه، ۱۴۰۲ل)

که څه هم پاکستان کې د تېرې ورځې د ټاکنو د رایو شمېرنې پروسه لا روانه ده او شیبه په شیبه پایلو کې بدلون راځي؛ خو د غیر رسمي پایلو له مخې خیبر پښتونخوا ایالت کې د پخواني لومړي وزیر “عمران خان” اړوند کاندیدانو ډېرې رایې ګټلي او سیالو ګوندونو مهم کاندیدان یې مات کړي دي.

په یاد ایالت کې د تحریک انصاف ګوند اړوند کاندیدانو د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علماء اسلام ګوند، عوامي نیشنل ګوند، پروېز خټک، محمود خان او د پاکستان مسلم “ن” ګوند مهم مشر امیر مقام او نورو کاندیدانو ته یې ماتې ورکړې ده.

دغه راز له تحریک انصاف ګوند څخه وتلي پروېز خټګ او نوماندانو یې د خیبر پښتونخوا په ټولو حلقو کې ماته خوړلې او د تحریک انصاف ګوند اړوند کاندیدانو ترې میدان ګټلی ده.

که څه هم د رایو شمېرل لا هم دوام لري؛ خو د کتونکو په باور د اسې ښکاري، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې تحریک انصاف ګوند کولی شي چې حکومت جوړ کړي.

د ویلو ده، چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند د مشهورو څېرو له ډلې اسد قیصر، علي محمد خان، شهریار آفریدي، میرمن شاندانه ګلزار، میرمن مصباح واجد او میرمن زرتاج ګل وزیر ټاکنې ګټلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button