کابل ټکی کام (جمعه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د سوریې په “دیرالزور” ولایت کې یو ځل بیا د “العمر” په نامه د امریکا پر سترې پوځي اډې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي.
د سوریې د بشرې حقونو د څار لندن میشتي سازمان ویلي، چې یاد بریدونه نن سهار وختي د عراق له خاورې ترسره شوي او د لرې واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو او ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو څخه په کې کار اخیستل شوی دی.
که څه هم په سوریه کې میشتو امریکايي ځواکونو تر دې دمه په یادو بریدونو کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ويلي؛ خو د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ د بریدونو مسؤلیت منلی او په خبره یې یاد بریدونه یې وړمه شپه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د دوی د مرکزي قوماندانۍ پر ودانۍ د امریکایي اشغالګرو د هوایي بریدونو په غچ کې ترسره کړي دي.
یادې ډلې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عملیات یې بریالي و او لسګونو امریکایي پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې وړمه شپه د امریکا جنګي الوتکو د عراق په پلازمېنه بغداد کې د عراق د اسلامي سازمان” حشدالشعبي” د مرکزي قوماندانۍ پر ودانۍ هوایي بریدونه ترسره کړي و، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۳ مهم قوماندانان ابوحسین الحمیداوی، ابو باقر الساعدی او وسام محمد صابر وژل شوي و.


















