د پاکستان ټاکنې؛ مسلم لیګ ن د ايتلافي حکومت جوړولو غږ کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
له هغه وروسته، چې د پاکستان په پرونیو پارلماني ټاکنو کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو په مرکزي پارلمان، د خیبر پښتونخوا او د پنجاب په ایالتي اسمبلیو کې له اټکل ډېرې رایې وګټلې پرون ماښام د پاکستان مسلم لیک “ن” ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر میاه محمد نواز شریف یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د ايتلافي حکومت جوړولو غږ کړی دی.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي: ډېر ژر به د پیپلز او جمعیت علماء اسلام ګوندونو له مشرانو مولانا فضل الرحمن او اصف علي زرداري سره د نوي ايتلافي حکومت جوړولو باندې خبرې وکړي.
نواز شریف منلې، چې ګوند یې په یوازې ځان د حکومت جوړولو توان نلري.
که څه هم د رایو شمېرنې بهیر لا دوام لري؛ خو د پاکستان د ټاکنو کمېسون وایي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندانو او خپلواکو کاندیدانو یې په قومي اسمبلۍ کې د 109 څوکیو په ګتلو سره تر نورو ګوندونو مخکې ده. مسلم لیګ “ن” بیا د 110 او پیپلز ګوند د 33 څوکیو ګټلو سره دویمه او دریمه درجه کې دي.
دغه راز جمعیت علماء اسلام 1 څوکۍ ګټلې ده.
له بل پلوه د تحریک انصاف ګوند چارسمبالي مشر “بریسټر ګوهر علي خان” هم ویلي، چې په مرکز، پنجاب ایالت او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د حکومتونو جوړولو په اړه یې د ګوند له بنسټګر مشر عمران خان سره چې دا مهال په زندان کې ده مشورې پیل کړي. مرکز او نورو ایالتونو کې یې دومره څوکۍ ګټلي دي، چې حکومت جوړولی شي.
د ویلو ده، چې د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو چې په آزاد حیثیت یې مقابله کوله د خیبر پښتونخوا ایالت په ګډون د پاکستان په ډېرو سیمو کې د مهمو ګوندونو د مشرانو په ګډون مخالفو کاندیدانو ته په ستره کچه ماته ورکړې ده. د کتوونکو په باور په خیبر پښتونخوا کې به د تحریک انصاف ګوند حکومت رامنځته شي. پنجاب ایالت کې به مسلم لیک ن ته لوی سرخوږی جوړ کړي او که نواز شریف د ايتلافي حکومت په جوړولو بریالی شو؛ نو مرکزي پارلمان کې به تحریک انصاف د یو قوي اپوزیسیون په توګه را څرګند شي.



