حزب الله د اسرائیلي پوځ پر ۳ اډو بریدونه کړي

کابل ټکی کام)جمعه،۲۰ سلواغه،۱۴۰۲ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله ځواکونو د صهیونیستي پوځیانو پر دریو اډو بریدونه کړي دي.

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه بریدونه پرون جمعه د لبنان-اسرائیلو پولې ته څېرمه د “رمتا، رویسات او العلم” په اډو ترسره شوي دي.

که څه هم اسرائیلو تر دې دمه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو حزب الله غورځنک وایي، چې بریدونه یې بریالي و او د صهیونیستي پوځ د جاسوسي شبکې موساد یو شمېر غړي یې وژلي او د جاسوسۍ ګڼ شمېر پرمختللي تجهیزات یې هم ویجاړ کړي دي.

د ویلو ده، چې وړمه ورځ هم حزب الله ځواکونه اسرائیلو ته ور اوښتي و، د صهیونیستي پوځ ۹ تنه پوځیان یې وژلي و او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي و.

مربوطه مطالب

Back to top button