کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ ثور، ۱۴۰۳ل)
رویټرز خبري آژانس د یوه ایراني چارواکي له خولې ویلي، چې د ولسمشر رئیسي او بهرنیو چارو وزیر ژوند په خطر کې دی.
دغه ایراني چارواکي ویلي: “تر اوسه هیله من یو. خو د پېښې له ځایه چې کوم مالومات راځي ډېر اندېښمنوونکي دي.د هوا، خرابوالی، سختې لوخړې او د شپې د را رسېدو له کبله د هوا له لارې د لټون عملیات نور ممکن نه دي.ګڼې مرستندویه ډلې او بې پیلوټه الوتکې سیمې ته استول شوي؛ خو د پېښې ځای ته نه دي رسېدلي.
د ایران د اساسي قانون ۱۳۱ مې مادې له مخې که د دغه هېواد ولسمشر مړ کېږي، نو د ستر مذهبي مشر د هوکړې له مخې به د ولسمشر لومړی مرستیال د هغه واکونه او مسوولیتونه پر غاړه اخلي او د ولسمشر لومړی مرستیال به د ۵۰ ورځو په دننه کې نوی ولسمشر ټاکل کېږي.