د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر د الوتکې د نسکورېدو پیښه کې مړه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ ثور، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر “ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر “امیر عبداللهیان” د الوتکې د نسکورېدو پیښه کې مړه شوي دي.

ایراني رسنۍ وایي، چې الوتکې کې تر سقوط وروسته اورلګیدنه هم رامنځته شوې ده.

د ژغورنې د ډلې یو غړي رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې د الوتکې هیڅ سپرلۍ ژوندی ندی پاتې شوی.

د یادونې وړ ده، چې د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې له مخې به د ولسمشریزو ټاکنو پورې د ابراهیم رئیسي مرستیال محمد مختار د نوموړي پر ځای وټاکل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button