کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ ثور، ۱۴۰۳ل)
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ولسمشر” ابراهیم رئیسي” الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده. ایراني رسنۍ وایي، چې د ولسمشر الوتکې ختیځ اذربایجان ولایت ته د سفر پر مهال په “جلفا” سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د راپورونو له مخې د ښاغلي رئیسي الوتکې “بېړنۍ ناسته” کړې او د پېښې ځای ته د رسېدو هڅې روانې دي؛ خو سیمه کې د هوا حالات خراب ښودل شوي دي.
فرانس پریس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د پېښې ښکار شوې الوتکه کې پر پیلوټ او مرستیال پیلوټ سربېره ولسمشر ابراهیم رئیسي، د هغه د ساتونکو مشر، یوه ساتونکي، د ایران بهرنیو چارو زویر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز امام جمعه ‘محمد علي آل هاشم’ او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم شتون درلود.
د یادونې وړ ده، چې تر اوسه په یاده پېښه کې د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.


















