کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې صهیونیستي پوځیان د جنوبي لبنان ځینو سیمو ته ننوتلي او حزب الله ځواکونو سره په خونړیو نښتو کې ښکیل دي. د لبنان د اسلامي مقاومت حرکت حزب الله خبر ورکړی، چې له تېر ماښام راهیسې یې تر اوسه ۶ تنه صهیونیستي پوځیان وژلي دي.
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب الله” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې صهیونیستي ځواکونو ته ډیره مرګ ژوبله د جنوبي لبنان په “العدیسه” ښار ګوټي کې اوښتې ۲ پرمختللي زغروال ټانکونه یې ویجاړ شوي او ۶ اشغالګر صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې په جنوبي لبنان کې صهیونیستي پوځیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو صهیونیستي ريژیم په رسمي توګه لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.