کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۳ل)
فاکس نیوز خبري شبکې د امریکا د دفاع وزارت د یو جګپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې یمني ځواکونو د لومړي ځل لپاره د امریکا په ایف-۱۶ جنګي الوتکې او ایم کیو-۹ ریپر ډرون باندې له ځمکې څخه هوا ته توغیدونکي توغندي توغولي دي.
که څه هم امریکایي چارواکو ادعا کړې، چې الوتکو ته زیان نه دی اوښتئ؛ خو د یمن د وسله والو ځواکونو سرچینو “الجزیرې” ته ویلي، چې امریکایي ډرون یې نسکوره کړې او F-16 جنګي الوتکې ته یې د پام وړ زیان اړولی ده.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د یمن وسله وال ځواکونه امریکایي الوتکې په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ګڼې پرمختللې امریکایي الوتکې ویشتلې دي.


















