کابل تکی کام (چهار شنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، د ډیورند پر فرضي کرښه تورخم کې نن یو ځل بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې د پاکستاني پوځیانو د درندو وسلو د ډزو له امله زیات ځایي خلک له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.
په تورخم کې يوې ځايي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې په ننۍ جګړه کې د شمشاد او دوو نورو رسنیو خبریالان د پاکستاني ملېشو په ډزو کې ټپيان شوې.
د شمشاد ټلوېزیون خبريال هدايت شاه هدايت او له هغه سره دوه نور ځايي خبريالان تورخم ته د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښې د روانې نښتې د خبري پوښښ په موخه سیمې ته تللي وو چې د پاکستاني ملېشو لخوا د هاوان مرمۍ په چرو لګېدلي دي.
په عين حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون هم د ولي محمد شینواري، د پژواک خبري آژانس تصویر اخيستونکی، عزیزالحسن نعماني د رادیو حریت خبریال، د پاکستاني سرتېرو په برید کې په تورخم کې ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دوی دا مهال د تورخم ښارګوټي په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، او د دوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
شاوخوا دووه اوونيۍ مخکې پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره په دې غبرګون کې بنده کړه چې افغان حکومت دې خپل خواته نظامي تاسيسات نه جوړوي.
په تېرو دوه اونيو کې څو ځلې د دواړو خواوو تر منځ د دروازې خلاصولو لپاره مذاکرات شوي خو نتيجه يې نه ده ورکړې او دغه راز وخت ناوخت د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې رامنځته کېږي.

















