د هېواد د ټولو مسجدونو د بريښنا لګښتونه معاف شول

کابل تکی کام (چهار شنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۳ل)

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د يوه ځانګړي حکم پر اساس د هېواد د ټولو مسجدونو د بريښنا لګښتونه معاف شول.

په دې اړه د أفغانستان اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد په خپل رسمي ټويټر (اکس) اکاونټ د مساجدو د بريښنا د مصارفو د معافیت په اړه ليکلي: «‏د مساجدو د بريښنا د مصارفو د معافیت په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم: د مسجدونو د برق لګښتونه معاف دي، اړونده امارتي ادارې دي، په اینده کې د یادو لښګتونو د تادیې غوښتنه نه کوي، البته دقیقه څارنه دې کیږي، ترڅو د مسجدونو برق په نورو ځایونو کې استعمال نشي.»

مربوطه مطالب

Back to top button