ننګرهار: د کرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ ۱۷۸ بېوزله، کونډو مېرمنو ته د شېدو غواګانې ورکول کېږي
کابل تکی کام (پنجشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د “نه انلوس” مؤسسې له لوري د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۱۷۸ بېوزله او کونډو مېرمنو ته د شېدو غواګانې ورکول کېږي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، له دې مرستې څخه به د بهسودو، سره رود، کامې او دره نور ولسوالیو مستحقې مېرمنې برخمنې شي، ترڅو هغوی د شېدو تولید له لارې د خپلو کورنيو ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

















