کابل تکی کام (شنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت پرون جمعه (کب ۱۷) په دغه هېواد کې ميشت ټولو افغان کډوالو ته يوه مياشت وخت ورکړی او ويلي دي چې د دې مياشتې تر روستۍ نيټې بايد ووځي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په يوه خبرداري کې ویلي چې افغان تابعیت یا ACC کارت لرونکي افغانان دې په راتلونکو دریو اوونیو کې لدې هیواد څخه ووځي او دا یې هم ویلي چې د اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې به د افغان کډوالو ایستل پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت په حکم کې راغلي، ” د ټولو ناقانونه بهرنیانو ایستلو په هکله د حکومت پریکړې په دوام، ملي رهبرۍ اوس ACC کارت لرونکو بیرته ستنولو پریکړه هم کړې. ټولو غیر قانوني بهرنیانو او اې سي سي کارت لرونو ته لارښوونه کیږي چې د مارچ تر ۳۱ مې پخپله خوښه ووځي ځکه چې تر هغې وروسته به د ۲۰۲۵ کال د اپریل په لومړۍ نیټې د شړلو بهیر پیل شي”.
پاکستان حکومت په داسې حال کې دا پريکړه کړې چې څو ورځې مخکې د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت په کابل د پاکستان له سفير سره پر کتنه کې له هغوی غوښتي و چې اوسمهال په افغانستان کې د کډوالو بيرته ستنولو ته شرايط نه دي برابر او حکومت دې د افغان کډوالو ایستلو بهیر اوسمهال ترسره نکړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.


















