کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د نوي جمهوري دولت ولسمشر احمد الشرع وسله والو یاغیانو ته په خطاب کې ویلي، یوه داسې ګناه مو کړې چې هېڅکله به درته ونه بښل شي.
ولسمشر احمدالشرع د ړنګ شوي رژیم پاتې شونو ته په وينا کې ويلي، چې تاسو یوه داسې لویه ګناه کړې، چې هېڅکله به درته ونه بښل شي. تاسو به داسې ځواب ترلاسه کړئ، چې زغملای به یې نشئ. نو مخکې له دې چې ناوخته شي، خپلې وسلې کېږدئ او ځانونه تسلیم کړئ.
ښاغلي الشرع همداراز د سوریې ولس ته ورکړی، چې سوریه د پرمختګ پر لور روانه ده او هېڅکله به شاته تګ ونکړي.
د ویلو ده، چې د سوریې ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام په سوریه کې روان پاڅونونه د صهیونیستي ريژیم یوه دسیسه بللې ده.


















