کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي همکارۍ سازمان غړو هېوادونو پرون د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره چې د حماس او اسراییلو تر منځ په جګړې کې تقریباً په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده یوه طرحه منظوره کړه.
دا پلان د تېرې سې شنبې په ورځ د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د عرب لیګ هېوادونو منظور کړی و. د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د غزې بیارغونې طرحه د سعودي عربستان د جدې ښار کې په اضطراري غونډې کې منظوره کړه. دا طرحه مصر جوړه کړې. د مصر د بهرنیو چارو وزیر، بدر عبدالعاطي د اسلامي همکارۍ سازمان د وزیرانو غونډې څخه وروسته د طرحې منل کېدو اعلان وکړ او مثبت اقدام یې وباله.


















