يمني ځواکونو د امریکا او صهيونيستي رژيم اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د امریکایي یرغل په غبرګون کې یې د سره سمندر په سیمه کې د امریکا د “ترومان” الوتکه لېږدونکې بیړۍ او نورو جنګي کښتیو پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي دي.
په دې عملیاتو کې د یمن توپچي ځواکونو، بې‌پیلوټه الوتکو، او سمندري واحدونو برخه اخیستې.
د یمن د پوځ اعلامیه زیاتوي، چې دغه بریدونه د ۲۶ مارچ، د ملي مقاومت د لسمې کلیزې، په مناسبت ترسره شول، او وسله‌وال ځواکونه به د یرغل په وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړي.
اعلاميه کې راغلي ، چې د اسرائیلي رژیم د پوځي تاسیساتو پر ضد یې هم عملیات ترسره کړي. د معلوماتو له مخې، د یمن بې‌پیلوټه الوتکو د اشغال شوې یافا په سیمه کې د اسرائیلي پوځ نظامي اهداف په بريالۍ توګه په نښه کړي.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې یمني ځواکونه به د امریکایي یرغل په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي، او د جګړې هر ډول پراخېدو ته به په ورته کچه ځواب ورکړي.
د یمن وسله‌والو ځواکونو له اسلامي نړۍ غوښتنه کړې، چې د غزې د مظلومو خلکو د نسل‌وژنې د درولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button