طهارت او لمونځ

دموبایل په سکرین (شیشه)باندې چې تصویر(عکس) وي آیا مونځ ورسره کیږي؟

پوښتنه:

مفتی صاحب: نن سبا خو تقریبا ھر چا سرہ ویدیو والا موبائل وي . نو زما سوال دادی کہ یو تن پہ موبائل کې فلم گوري او دغہ وخت دغه تن مونځ ته لاړ شي او دغہ فلم اودروي (سټاپ) یې کړي اوموبایل بند نہ کړي دغہ شان یې جیب کې واچوي نو ددې سړي لپارہ څہ حکم دی؟ آیا ددغه کس مونځ کیږي پہ داسې حالت کې او کہ نہ؟

(مستفتي : سهیل خان له پاکستان څخه)

الجواب وبالله التوفیق

د ساه لرونکي تصویر(عکس) چې کله پټ وي او یاښکاره وي خو دومره کوچنی وي چې که سړی ولاړ وي او تصویر (عکس)په ځمکه کیښودل شي اعضاء یې نه ښکاري نو مونځ ورسره جوازلري.

البته که غټ تصویر(عکس) وي او ښکاره وي نو بیا مونځ ورسره مکروه تحریمي دی.

په یادشوي صورت کې له دې امله چې موبایل جیب کې ایښودلو سره  تصویر(عکس) پټیږي مونځ ورسره روا دی.

درمختار لیکي:

و لا يكره لو كانت تحت قدميه أو محل جلوسه لأنها مهانة و في يده عبارة الشمني بدنه لأنها مستورة بثيابه أو على خاتمه بنقش غير مستبين

قال في البحر ومفاده كراهة المستبين لا المستتر بكيس أو صرة أو ثوب آخر وأقره المصنف أو كانت صغيرة لا تتبين تفاصيل أعضائها للناظر قائما وهي على الأرض ذكره الحلبي.   (ردالمحتارټوک ۲ مخ ۴۱۷-۴۱۸ مکروهات الصلاة)

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close