طهارت او لمونځ

دتیمم کولو صحیح طریقه

(فتواشمیره:117)

پوښتنه:

د تیمم صحیح طریقه که راته ووایاست مننه به مو وي.

(پوښتنه کونکی: صابر – خوست افغانستان)

الجواب وباالله التوفیق

په نیت دتیمم کولو به خپل دواړه لاسونه په ځمکه ووهي او بیا به یې وڅنډي ددې لپاره چې زیاتي خاوره پریوځي او دواړه لاسونه به په مخ په داسې طریقې سره راکش کړي چې دمخ کومه حصه بغیر دلاس راکش کولو پاتې نشي، بیا به په دوهم ځل دواړه لاسونه په ځمکه ووهي او وبه يې وڅنډي چې زیاتي خاوره که وي چې هغه لرې شي او بیا به دچپ لاس څلورواړه ګوتې دښي لاس دڅلورواړه ګوتو نه لاندې کړي او څنګلې طرف ته به یې راکش کړي او دڅنګل مسحه کولو نه به واپس په بل اړخ دلاس چې نه دی مسحه شوی دچپ لاس ورغوی راکش کړي او تردې پورې به یې راکش کوي چې دښي لاس غټه ګوته دچپ لاس دغټې ګوتې لاندې راشي او بیابه دغه شان عمل دچپ لاس سره وکړي.

البته که دګوتو مینځ ته ګرد غبار ورنشي نو خلال به کوي.

وكيفيته أن يضرب بيديه على الأرض يقبل بهما ويدبر ثم يرفعهما وينفضهما ويمسح بهما وجهه بحيث لا يبقى منه شيء ويمسح الوترة التي بين المنخرين ثم يضرب بيديه على الأرض كذلك ويمسح بهما ذراعيه إلى المرفقين ولا يجوز المسح بأقل من ثلاث أصابع كمسح الرأس والخفين ويجب تخليل الأصابع إن لم يدخل بينهما غبار ولا يجب في الصحيح مسح باطن الكف لأن ضربهما على الأرض يكفي وقال بعض المشايخ يمسح بأربع أصابع يده اليسرى ظاهر يده اليمنى من رؤوس الأصابع إلى المرفق ثم يمسح بكفه اليسرى باطن يده اليمنى إلى الرسغ ويمر باطن إبهامه اليسرى على ظاهر إبهامه اليمنى ثم يفعل بيده اليسرى كذلك قالوا وهو أحوط (تبیین الحقائق ټوک 1 مخ38)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

2 thoughts on “دتیمم کولو صحیح طریقه”

    1. په سرو زرو کې د زکات نصاب څومره دی ؟
      سوال د طلا (سروزرو) د زکات په اړه معلوماتو ته ضرورت لرم هیله ده مستند معلومات شریک کړئ
      مننه
      پوښتونکی : محب الله
      الجواب وبالله التوفیق :
      د چا په ملک کې چې اونیمې تولې سره زر وي ، یا خو د اونیمو تولو څخه کم وي خو دومره سپین زر یا نغدې روپۍ ورسره وي ، چې د سرو زرو سره یوځای شي د دوه پنځوس نیمو تولو سپینو زرو ته یې قیمت رسیږي ، زکات پرې واجب دی .
      البته که دچا سره د اونیمو تولو نه سره زر کم وي ، سپین زر یا نغدې ورسره یوه روپۍ هم نه وي ، زکات پرې نه دی واجب .
      الدلیل علی ذلک :
      ولو ضم احد النصابین الی الاخر حتی یودي کله من الذهب او من الفضة لا باس به . لکن ان التقویم بما هو انفع للفقراء قدرا او رواجا .
      الفتاوی العالمګیریة ټوک : ۱ مخ : ۱۷۹ کتاب الزکاة الباب الثالث .
      فاما اذا کان له ذهب مفرد فلا شی‌‌‌ء فیه حتی یبلغ عشرین مثقالا . فاذا بلغ عشرین مثقالا ففیه نصف مثقال…. الخ
      بدایع الصنائع ، ټوک ۲ مخ : ۱۸ کتاب الزکاة

ځواب ورکول محب الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close