طهارت او لمونځ

عمل کثیر څه ته وایي او لمونځ ورسره فاسدیږي کنه ؟

د فتوې شمېره (۳۴۱)

پوښتنه :

ځینې خلک وایي : که څوک په لمانځه کې عمل کثیر وکړي ، لمونځ یې فاسدیږي . پوښتنه داده عمل کثیر څه ته وایي ؟

الجواب وبالله التوفیق :

لمونځ په عمل کثیر سره فاسدیږي . عمل کثیر دېته وایي چې یو څوک په لمانځه کې داسې حرکت ترسره کړي چې کتونکي ته د لمانځه څخه خارج ښکاره شي . لکه په دواړو لاسو سره موبایل بندول ، په دواړه لاسو سره جامې برابرول ، په یو رکن کې درې ځله یا له دې زیات ځان ګرول یا داسې بل عمل ترسره کول .

لهذا په دې کړنو سره لمونځ فاسدیږي ، باید په لمانځه کې داسې کړنې ترسره نه شي .


الدلیل علی ذلک :

عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتِ: «اسْتَفْتَحْتُ الْبَابَ وَرَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي تَطَوُّعًا وَالْبَابُ عَلَى الْقِبْلَةِ فَمَشَى عَنْ يَمِينِهِ، أَوْ عَنْ يَسَارِهِ، فَفَتَحَ الْبَابَ ثُمَّ رَجَعَ إِلَى مُصَلَّاهُ»

( سنن النسايي ،  ټوک : ۱ مخ : ۱۳۵ ، رقم الحدیث : ۱۲۰۲ ، باب المشی امام القبلة .

“و” يفسدها “العمل الكثير” لا القليل والفاصل بينهما أن الكثير هو الذي لا يشك الناظر لفاعله أنه ليس في الصلاة وإن اشتبه فهو قليل على الأصح وقيل في تفسيره غير هذا كالحركات الثلاث المتواليات كثير ودونها

مراقی الفلاح : ټوک : ۱ ، مخ : ۱۲۰ ، کتاب الصلاة

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close